اسلام آباد ۔ 18 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي عمران خان پارلمان ته كنځلې كولو او په غېر جمهوري ډول اقتدار ترلاسه كولې نه شي۔ په دې د ټول اولس سر شرم څخه ټيټ شوې۔ يو کېنېډین وګړي مذهب د لوټ مار وسيله جوړه كړې۔ دده په ضد بايد تحريك استحقاق راوړلې شي او دې بايد راوبللې شي۔ كه نه راځي نو بيا دې لاس نيولې راوستلې شي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې خواجه آصف ووئيل تېره ورځ لاهور كښې د مخالفو ګوندونو جلسه وشوه۔ ټكونه كول د اپوزېشن حق دے ولې ادارو ته د كنځلو كولو حق څوك هم نه لري۔ څلور كاله وړاندې چې كله ددې ګوند غړو استعفاګانې وركړې نو سپيكر ته ووئيلې شو دا منظور نه كړې۔ په دې مهال دوئي مراعات ترلاسه كړل۔ كله چې د چندې وركولو وخت راغې نو ټولو غړو چنده وركړه د دوئي لارښود چنده هم ورنكړه ده ووئيل پارلمان ته كنځلو كولو لړۍ روانه پاتې كېدې نه شي۔ زمونږ فرض دي د آئيني ادارو د تقدس دفاع وكړو۔ ددې ادارو نه غېر د سياستدانانو هېڅ حېثيت نشته۔ د پي پي پي مشرتابه او د مسلم ليګ (ن) مشرتابه قربانۍ وركړې دي۔ وړاندې ئې هم په كنټېنر پارلمان ته كنځلې كړي او اوس هم كوي۔ چې د كوم ايوان د قائد جوړېدو خوب ويني هم هغې ته كنځلې كوي۔ پنجاب كښې رامخې ته شوې پېښه سياسي مسئله جوړولو له كاروي۔ په داسې پېښو د ټول قام سر د شرم څخه ټيټ شوې۔ ده ووئيل پارلمان تر ټولو مقتدر آئيني اداره دې كه مونږ ددې ادارې د تقدس خيال نه ساتو نو بيا دې د كومې هم ادارې د تقدس هيله و نه لرلې شي۔ ده غوښتنه وكړه چې تحريك استحقاق بايد منظور كړې شي او په دې د ابلاغ ذريعو په وړاندې كاروائي وكړې شي۔