اسلام آباد 25 فروري(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د چين خپل همڅنګ وانګ ژي سره ټېلي فوني تماس نيولې او هغه ئې مقبوضه کشمیر كښې د پلوامه پېښې نه پس د پېدا شوي سيمه ايز صورتحال پحقله خبر كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه ??زير په پرله پسې ملاتړ د چين مننه وكړه۔ ده په منطقه كښې امن او استحكام او هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له د پاكستان خوښي رامخې ته كړه ۔ وفاقي وزير تاؤ تريخوالې ك??ولو لپاره د پاكستان لخوا په پورته كړو اقداماتو هم رڼا واچوله۔ د چين خارجه ??زير په ټېلي فون كولو د خارجه ??زير شاه محمود قرېشي مننه كولو سره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه ??زيران دې ته سلا شول چې د پېدا شوي سيمه ايز صورتحال د منطقې امن او سلامتيا لپاره د سنګين مضمراتو وړ دے۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د ګران قدر خدماتو اعتراف وكړو كومو لپاره چې پاكستان لوي زيان پورته كرې ۔ دواړو خارجه ??زيرانو د سيمه ايزې وضعې پحقله يو بل سره تماس ساتلو لپاره اتفاق وكړو