اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر فروغ نسيم وئېلي دي مېرمنو ته د يو ډول موقعو ورك??ل زمونږ فرض او مېرمنې د زؤرولو څخه ساتلو لپاره چاپیرچل پیدا ك??ل زمونږ ذمه واري ده٬د مېرمنو او ماشومانو لپاره په قانون سازۍ كار روان دے۔دا خبره ده د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ډاكټر فروغ نسيم ووئيل مېرمنې د نوې نسل ترب??ې سره سره د پاكستان ښه والي لپاره كار كوي٬د مېرمنو حېثيت په ټولنه كښې يو اثاثه ده۔ ده ووئيل مور٬خور٬لور نه واخله ډاكټر٬انجينئر٬استاذ او د ژوند په هره څانګه كښې د مېرمنو كردار مسلم دے ۔ ده ووئېل مېرمنو ثابته كړی چې هغه هر كار كولې شي۔ده ووئيل زمونږ فرض دے چې مېرمنو ته يو ډول موقعې وركړې شي ٬دغسې چې هغه بدلون راوستلو كښې كردار تر سره كړي۔ ده ووئې?? د ??انون سازۍ د لارې مېرمنو ته كور او د كور نه بهر ??حفظ به وركولې شي۔ده ووئيل مونږ به د مېرمنو ژوند ښه كولو لپاره هڅې روانې دي كه چرې د مېرمنو غږ غلې كړی شو نو مونږ به د هغوي غږ پورته كوو