ملتان 19 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي كه قيادت ايمانداره او مخلص وي نو چا تهد لاس نيولو حاجت نه پېښېږي٬ زمونږ د شمېر بېوروکرېسي د كرپشن له امله زياتې مسئلې رامخې ته دي ٬ كه داسې نه وې نو مونږ به زيات پرمختګ كړې وې۔ خارجه وزير دا خبرې د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي ملتان دورې په مهال كړې ۔ د بريفنګ په مهال شاہ محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل د شمېر بېوروکرېسي د كرپشن له امله زياتې مسئلې رامخې ته دي او كه داسې نه وې نو مونږ به زيات پرمختګ كړې وې ٬ زه دې ادارې ته په راتللو ډېر خوشحاله يم چې دومره معياري تعليم او د انفراسټركچر منصوبې د خپلې مرستې د لارې ئې پېل كړي دي ٬ ??ه ووئېل دلته په راتللو زه ډاډه شوې يم ٬ اوس هم زمونږ په هېواد كښې خدمت ٬ مينه او جذبه لرونكي خلق موجود دي څوك چې د حكومتي فنډز يا د اولس د ټېكس پېسو په ځائ پخپله په ذمه اوري او ايماندارۍ د اعلٰې معيار كار كوي ٬ ??ه ووئېل كه دا جذبه هره سركاري اداره ولري نو زمونږ هېواد د كوم ځايه كوم ځائ ته رسېدلې شې۔ ??ه ووئيل د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ كاركردګي به د عمران خان او اولس مشر ډاكټر عارف علوي په وراندې ږدم ٬ هڅه به كوم چې ھغوي ته بلنه وركړم او دلته ئې راولم ٬ ??ه ووئېل زما خوا له زياتره ډونرز په ژړه راځي چې مونږ تعليم او ?? صحت فلاحي منصوبو لپاره په كروړونو روپۍ وركړې خو كار او نتيجې نه ښكاري۔ ??ه ووئيل دا اداره خلقو لپاره يو مثال دے ۔ ده د ادارې انتظاميې ته سپارښتنه وكړه جې د خپلې كاركردګۍ ٬ ترلاسه آسانيو او د معياري تعليم ماركيټنګ وكړي دغسې چې د ګرد هېواد زده كوٶنكي معياري تعليم ??و ډګرۍ ترلاسه كولو له دلته راشي۔ د دې نه وړاندې وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر اختر کالرو د ادارې په اړه بريفنګ وركړو