اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ په سې??ېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د مسلم ليګ ن لارښودې مريم نواز د خبري كنفرنس د لارې د ملكي نظام ډي رېل كولو غېر شائسته هڅه كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې شبلي فراز ووئيل چې مريم نواز يوه لوبه پېل كړې ځكه چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اولس ګم??اه كولو نه علاوه كومه بله چاره نه لري٬ د پي اېم اېل اېن مشرتابه د دې ډرامې خالق دے او مقصد ئې ان??شار خپرول دي۔ دوي د خپلو منفي چالونو د لارې قوم ګم??اه كوي٬ شبلي فراز ووئيل چې د پخوانو واكمنو د كارنامو زور قوم ته رسي۔ ده ووئيل چې ټولې پرېكړې د فاضل عدالتونو لخوا اورول شوې دي او اوسنې حكومت په دې كښې هېڅ كردار نه لري۔ ده د ګم??اه كن وېډيو د فرانزك كولو نه علاوهه د ??ېف الرحمان٬ جسټس قيوم او د شهباز شريف د خبرو د پلټنو غوښتنه هم وكړه۔