واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ په واشنګټن كښې د نړيوال بانك ??در ډېوډ ملپاس د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ خارجه سېكتر سهېل محمود او د پاكستان سفير اسد مجيد د وزيراعظم مرسته وكړه۔ وزيراعظم د نړيوال بانك ?? صدر د مهم?? ذمه وارې پغاړه اخستلو ډېوډ ملپاس ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم د څو كلونو راهسې د پاكستاني معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د نړيوال بانك ??شپړه مرسته وستائيله۔ ??ه ووئيل چې د حكومت محور اولس دے٬ په پرمختيائي اېجنډا كښې به روغتيا ٬ تعليم او د پاكستان په ځوانانو د سرمايه كارې اضافې ته پام كولې شي۔ وزيراعظم د نړيوال بانك په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې نړيوال بانك ??ه پ?? روانو پروژو هم پرمختګ وكړي او باور ئې وركړو چې د ده حكومت به پ?? دې لړ كښې د نړيوال بانك ??شپړه مرسته كوي۔ ډېوډ ملپاس د وزيراعظم د پرمختيائي اېجنډې ستائنه وكړه او وې وئيل چې د نړيوال بانك ?? لويو پروژو حجم سره پاكستان په منطقه كښې مهم هېواد دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان لخوا د آئي اېم اېف په نوي پروګرام كښې داخلېدو سره به پ?? مېكرو اكنامك استحكام او په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد بحال كول باوري كولو كښې مرسته وشي۔ ده د ځوانانو په وظيفه اي پوهه كښې اضافې او دوي ته د ماركيټ د غوښتنې له مخې د روزګار تيارولو پشمول د حكومت د سماجي پروګرامونو ستائنه هم وكړه۔ ډېوډ ملپاس وزيراعظم عمران خان ته باور وركړو نړيوال بانك ?? ده د اقتصادي پرمختګ په وژن عمل كولو كښې فوري مرستې ته تيار دے۔