اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د خاص اقتصادي زو??ز زر تر زره په بشپړه توګه فعالولو په اه??يت زور راوړولو سره وئېلي دي اقتصادي زو??ز زر تر زره فعاليت او په دې كښې برېښنا٬ګاز٬اوبو او روډ انفراسټركچر غوندې بېلې آسانۍ وركول د حكومت ??ړومبې ترجيح ده ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ په هېواد كښې جوړو كړو خاص اقتصادي زو??ز په اړه د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬خاص مرستيال نديم بابر٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبير ګېلاني٬د پلاننګ دوهم چيئرمېن جهانزېب خان٬اړوندو وفاقي سېكترانو٬صوبائي سېكترانو او نورو سينئر افسران ګډون كولو۔د هېواد په بېلو برخو كښې جوړو شوو د خاص اقتصادي زو??ز موجوده صورتحال٬زونز كښې جوړو صنعتونو لپاره ضروري آسانيو او هغه په بشپړه توګه فعاله كولو لپاره د سباؤن په لائحه عمل تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن پھ خاص اقتصادي زو??ز كښې جوړو صنعتونو ته د حكومت ??خوا وركړې شوو مراعاتو په اړه خاص بريفنګ وركړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د خاص اقتصادي زو??ز فعاليت نه يوازې صنعتي عمل تندولو او كاروباري طبقو ته د ورمخې ته شوې ستونزې لرې كولو لپاره مهم دے بلكې دې سره به ځوانانو او هنرمندانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو له هم زياته مرسته ترلاسه شي۔وزيراعظم د خاص اقتصادي زو??ز فعاليت او په هغې كښې د آسانيو په حقله وفاق ٬ صوبائي حكومتونو او اړوندو ادارو ترمينځه د رابطو باوري كولو له د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبير ګېلاني فوكل پرسن غوره كړو۔دې به خاص اقتصادي زو??ز كښې د برېښنا٬ګاز٬د اوبو او نورو آسانيو په لړ كښې ټائم فريم سره وزيراعظم ته راپور وړاندې كوي او دا خبره به باوري كوي چې ټاكلې موده كښې به تر نظره اهداف ترلاسه كولې شي