اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) خارجه وز??ر شاہ محمود قرېشی خپل روسي ه??څن?? سرګئی لاروف سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دې ئې د مقبوضه جموں و کشمیر د اندېښنې وړ صورتحال څخه خبر كړو۔ خارجه وز??ر ووئيل هند د غېر آ??يني ګامونو د لارې د مقبوضه جموں و کشمیر آ??ادیاتی تناسب بدلول غواړي۔ د هند دا يو اړخيزه ګامونه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد دي۔ ده ووئيل دې سره د منطقې امن سخت خطر سره مخ كېدې شي۔ خارجه وز??ر خپل روسي ه??څن?? د سلامتي كونسل صدر ته ليكلي شوي خپل خط نه هم خبر كړو كوم كښې د مقبوضه كشمير صورتحال نظر كښې نيولو سره د سلامتي كونسل د بيړې غونډې رابللو خواست شوې دې۔ د روسيه خارجه وز??ر ووئيل روسيه دې صورتحال ته په غور ګوري۔ ده هندوستان سره ټولې شخړې د خبرو د لارې حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه خارجه وز??ران منطقه كښې امن او استحكام په ځائې ساتلو له خپلو كښې رابطو جاري ساتلو ته صلا شول۔