اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د جمو كشمير مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا په زړو مسئلو كښې يوه ده٬د جمو كشمير اولس د نړيوالې ورورولۍ د اړخه د خپلواكۍ حق وركولو لوظ تر سره كېدو ??ه نن هم سترګې نيولې٬ بايد سلامتي كونسل په خپلو قراردادونو عمل وكړي او خپل پوره كړي۔د دې خيالاتو څرګ??دو??ه ده د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو ورځ مونږ ته د دې خبرې يادګېرنه كوي چې د ملګرو ملتونو د چارټر په مقاصدو او اصولو لپ??ره د خپل ملاتړ په شريكه توګه پخلې وكړو او د بشري حقونو ودې او تحفظ لپ??ره د نو آبادياتي نظام په ??د هلو ځلو كښې فعاله كردار ترسره كړو ۔ ده ووئېل پاكستان په دې خبره وياړ لري چې د ملګرو ملتونو د اړخه د جوړو اصولو تر مخه خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير غوندې د نړۍ په نورو سيمو كښې هم د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو خلاف ورزي كېږي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا زړو مسئلو كښې شامله د مقبوضه كشمير صورتحال د دې مثال دے۔ده ووئيل د جمو كشمير مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا يو زړه او پخوانۍ مسئله ده٬د جمو كشمير اولس د نړيوالې ورورولۍ د اړخه د خپلواكۍ حق وركولو لوظ تر سره كېدو ??ه نن هم سترګې نېولې دي