اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې سماجي ا?? سياسي ستونزې حل كولو لپاره د عل??مه محمد اقبال د افكارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے٬ قوم دې د عل??مه اقبال د افكارو نه استفاده وكړي چې دغسې د هېواد او اسلامي ا??ت د سماجي٬ اقتصادي ا?? سياسي ستونزو حل ولټول شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د شاعر مشرق عل??مه محمد اقبال د زېږون ورځې په موقع په خپل پ??غا?? كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان يو رياست او مترقي رياست جوړولو لپاره د عل??مه اقبال په نظرياتو د عمل كولو ضرورت دے چې دغسې مونږ د مسلمان كلتور د شناخت بنياد سره سره رياست مدينه د اعلٰي اخلاقي معيارو له مخې وړاندې كړې شو۔ ده ووئيل چې ټول قوم عظيم شاعر او مفكر عل??مه محمد اقبال ته د هغه د زېږون په ورځ د عقيدت پېرزوينه وړاندي كوي كوم چې په داسې وخت كښې يو آزاد اسلامي رياست جوړولو لپاره د نيمې وچې د مسلمانانو لارښونه وكړه كله چې په دوي هندو اكثريت په پوره ډول غالب و۔ ده ووئيل چې د عل??مه اقبال سوچ او فكر مسلمانانو ته د امېد وړانګه اوښودله كومه چې د قائداعظم محمد علي جناح په مشرې كښې د يو آزاد اسلامي رياست پاكستان په جوړېدو كښې مرسته كوونكې ثابته شوه۔ وزيراعظم ووئيل چې د عل??مه اقبال سوچ او فكر نړيوال و كوم چې د اسلامي نړۍ ستونزې په ګوته كولو سره سره د دې د حل تجويزونه هم وړاندې كړل۔ ده ووئيل چې د عظيم شاعر عل??مه اقبال د خودي تصور مسلمانانو ته عظيم قوت وركړو چې دغسې دوي په نړ?? كښې خپل د لاسه وركړې مقام بېرته ترلاسه كړي۔ ده ووئيل چې پاكستانې قوم او اسلامي نړۍ بېلا بېلو ستونزو سره مخ ده او عل??مه محمد اقبال په خپله دوراندېشې د وړاندې زمونږ انفرادي ا?? اجتماعي ستونزې په ګوته كړې وې۔ وزيراعظم ووئيل چې سماجي ا?? سياسي ستونزې حل كولو لپاره د عل??مه محمد اقبال د افكارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے۔